وینزویلا خپل باتوراوانقلابي مشرله لاس ورکړ
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

د نړیوال استکبار او استعماري ځواکونو پر ضد ستر مبارز ، د وینزویلا جمهور رييس هوګو چاوز، وروسته له دوه کلنې ناروغۍ، د مارچ میاشتې په ۵ مه نېټه، په خپل هېواد کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړی . نوموړی له ډېرې مودې راهيسې د سرطان ناروغۍ له امله کړېده او څو ځلې يې عمليات وکړل او د شيموتراپۍ تر درملنې لاندې و. نوموړی درې مياشتې وړاندې د څلرم ځل لپاره د  کيوبا په مرکز هاوانا کې عمليات شو او  تر هغه وروسته ۷۰ ورځې په روغتون کې بستر و او دوې اونۍ هم  په ونزويلا کې سختې ورځې تېرې کړې، څو دمارچ په پنځمه نیټه د  ونزويلا مرستيال ولسمشر (نيکولای مادورو) د ده مړينې خبر ورکړ.

د  ونزويلا حکومت د چاوېز د مړينې له امله اوه ورځې عمومي وير اعلان کړی او ټاکل شوې چې يوه مياشت وروسته به د ده ځایناستی وټاکل شي. د ونزويلا د بهرنيو چارو وزير اعلان وکړ، چې سمدستي به د ولسمشر مرستيال (نيکولای مادورو)  د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي او د يوې مياشتې په ترڅ کې به ټاکنې ترسره کېږي وروسته بیا د ونزویلا د دفاع وزیر هم پر ملي ټلویزیون را څرګند شو او اعلان یې وکړ، چې د چاویز د مړینې څخه وروسته به پوځ د دې هیواد اساسي قانون ته وفادار پاتې شي

د چاویز په مړینه د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو څخه د خواشیني پیغامونه خپاره شوي دي د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ونزویلا له خلکو ملاتړ څرګند کړی او ویلي دي، چې واشنګټن د دې هیواد له حکومت سره د مثبتو اړیکو پراختیا ته علاقمندي لري،دا په داسی حال کی ده چی د هوګو چاویز د مړینې د خبر تر خپریدو څو ساعته مخکې د ونزویلا د جمهور ریس مرستیال له خپله هیواده د دوو امریکايي دپلوماتانو د ایستلو اعلان وکړ دوي وايي، چې امریکا په سرطان د چاویز په اخته کېدو کې لاس لري خو واشنګټن دا تورونه رد کړي او غیر عاقلانه یې بللي دي هوګوچاویز همدا راز ادعا کړې وه، چې امریکا په ۲۰۰۲ (میلادي) کې د هغه پر ضد د ناکامې کودتا په پلان کې لاس درلود،د ملګرو ملتونو عمومی منشي بان کې مون د هوګوچاویزپر مړینه شدیده خواشینی څرګنده کړې او په دې سازمان کې د روسیې استازي ویتالي چورکېن هوګو چاویز یو ستر سیاستمدار ګڼلی دی،په سيمه کې د ارجنټين ولسمشرې کرېسټينا فرنانډېز ويلي د خپل ملګري او انډيوال مرګ له اورېدو وروسته يې خپل ټول فعاليتونه لغوه کړي، او په ارجنټين کې يې ۳ ورځنی ماتم اعلان کړی دی،د بوليويا ولسمشر اېوو مورالېس ويلي سمدلاسه د کاراکاس پر لور خوځېدونکی دی. پېرو، چيلي او اېکواډور د خواشينۍ او خواخوږۍ ورته پيغامونه استولي دي ،د امريکا پخواني ولسشمر جيمي کارټر ويلي، ښاغلى چاوېز به د خپلې زړورتيا له امله تر ډېرو کلونو پورې د خلکو په زړونو کې ژوندى پاتې وي او زياته يې کړه چې ښاغلى چاوېز د خپل ولس د هغو خلکو ژوند په شرايطو کې د ښه والي را وستلو هلې ځلې کولې چې احساس یې کاوه چې له ياده وتلي او ګوښې شوي دي،.

د روسيې ولسشمر ولاديمير پوتين ويلي ښاغلى چاوېز يو غښتلى سړى و چې تل یې د ځان لپاره لوړ هدف ټاکی

د کيوبا ولسمشر فيدل کاسترو ويلي داسې احساس کوي چې نن یې خپل زوى مړ شوى دى دچین دبهرنیو چارو وزارت ویاندی ویلی دی چی ښاغلی چاویز دچین دخلګو ښه ملګری او یو لوی مشر وو،په وينزويلا کې د مخالف ګوند مشر هينريک کاپريلس چې د ښاغلي چاوېز له سختو منتقيدينو څخه وو په يوه ټلوېزيوني وينا کې نوموړي ته خپل درناوى وړاندې کړی دی او ویلی یی دی چی،هګو چاوېز او زه سیاسي مخالفین و. هېڅکله هم غلیمان نه و. دا د درناوي او مسولیت پېغام دی. زه خپل تسلیت د ښاغلي چاوېز کورنۍ او ولس ته وړاندې کوم او په دې غم کې ورسره شریک یم

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد بيا ښاغلى چاوېز شهيد وباله او ولس ته یې د هغه قرباني ستايلې ،او یلي یې دي، چې هغه د یوې مرموزې ناروغۍ شهید دی،احمدي نژاد چاویز، چې د هغه نژدې متحد و، دغه راز د وینزیویلا خلکو ته د خدمت کولو، د بشري حقونو او د انقلاب له ارزښتونو څخه د دفاع په خاطر ستایلی دی

،د ایران ولسمشر هم هغه ادعا تایید کړه، چې د وینزیویلا مرستیال ولسمشر مادورو لږ مخکې تردې چې د چاویز مړینه اعلان شي، وویل چې د وینزیویلا دښمنانو په یو ډول سرسخته چپي یانې چاویز په سرطان اخته کړ، چې بالاخره یې مړ کړ،د ایران ولسمشر دغه راز وویل، چې وینزویلا خپل باتور، قوي زوی او نړۍ هم یوعاقل او انقلابي مشرله لاس ورکړ،احمدي نژاد وویل، زه په دې کې شک نه کوم چې هغه به له ریښتیني مسیح او یوه کامل انسان سره چې مقصد یې د شیعه ګانو دولسم امام و، بیرته نړۍ ته را وګرځي،د ایران اکثریت شیعه مسلمانان عقیده لري، چې دولسم امام مهدي له حضرت مسیح سره یوځای بیرته نړۍ ته راګرځي چې سوله او عدالت تامین کړي،ایران او وینزیویلا دواړو د امریکا ضد یوه سخته بهرنۍ پالیسي مخ ته وړې او په وروستیو کلونو کې یې خپل ترمنځ د میلیارډونو ډالرو د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي،چاویز له ۱۹۹۹کال څخه ترپرونه چې له دنیاولاړ، دیارلس ځلې ایران ته سفرکړی او احمدي نژاد هم له ۲۰۰۵ کال وروسته شپږځلې له وینزیویلا کتنه کړې ده.

هوګو رافايل چاوېز فرياس د  ۱۹۵۴ کال په جولای کې زېږېدلی و او د (بوليواري انقلاب) د مشر په توګه، چې د امريکې او امپريالېزم سخت مخالف و، مشهور و. نوموړي د تېرکال په اکټوبر کې د څلرم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې،نوموړی تل د خپلې واکمنۍ په دوره کې،  د امریکا له یرغلګر او استعماري سیاست سره ډغرې ووهلې او د دوی د زیاتو دسیسو سره سره، بیا هم په واک کې پاتې شو او تر مرګه پورې د دغه هېواد د یوه محبوب شخصیت په توګه یې ژوند او مبارزه وکړه ښايي د ده له مرګ سره، په دغه هېواد کې سیاسي بدلونونه رامنځته شي او د استعماري ځواکونو لخوا بیا د نوي لارو او چېنلونو په کارولو سره، د دغه هېواد د لاندې کولو هڅې پیل شي او په دې توګه د یوه لوی اتل د تاریخي مبارزې ځلانده څپرکی وتړل شي،د درېيمې نړۍ هغه هېوادونه، چې څه لري هم  د جګړې او ستونزو سره مخ دي او چې نه يې لري هم. هغه، چې څه نه لري د خپلو حکومتونو او چارواکو له ﻻسه په عذاب دي؛ خو هغه چې د يادونې وړ کانونه او نور څه لري بيا د کورنيو زورواکونو تر څنګ د نړۍ زبرځواکونه هم د زبېښلو په موخه  وردانګي،په درېيمه نړۍ کې، چې کوم  په  هېواد مين او د دستار وړ مشر پيدا شي نو سمدﻻسه " سي ای اې "  په دې هڅه کې شي ، چې هغه په پيسو واخلي که چېرې په دې کار و نه توانيدل نو بيا هڅه کوي د کودتا په واسطه يې له واک نه ليرې کړي او که بيا هم ونه توانيږي ، نو خپل شغاﻻن (اېجنټان ) ورليږي ، چې ترور يې کړي د زبرځواکونو د جګړې او د زور او اشغال د غلطو او ناروا سياستونو په پايله کې، کله ناکله سياستوال  مخالف قطب ته مخه کوي د دغې خبرې يوه ښه بېلګه د وينزويلا د جمهور رييس هوګو چاوز  وينا ده ، چې ويلي يې و: (( د بشريت د خلاصون لپاره له کاپيټاليزم نه بايد سوسياليزم ته واوړو))

د وينزويلا جمهور رييس هوګو چاوز، خپلو دولتي مامورينو او خلکو ته په خطاب کې ويلي و، چې د بشريت د خلاصون لپاره له کاپيټاليزم نه بايد سوسياليزم ته واوړواو د دې پروسې د ګړندۍ کولو غوښتنه يې کړې. نوموړي ټينګار کړی، چې له اوسني نړيوال اقتصادي کړکېچ نه د ژغورلو ﻻره، يوازې او يوازې د کاپيټالسټي  سيستمونو  څخه سوسيالستي ته اوښتل دي چاوز همدا راز ويلي: د حکومت سياﻻن او انقلابي ضد عناصر  په دې اند دي، چې زه مړينې ته نږدې شوی يم، خو زه وايم، د خدای په مرسته او د همت په درلودلو سره، پر ټولو مشکلاتو برﻻسي کيدلی شو هوګو چاوز دا څرګندونې تير کال کړي وې او هغه مهال يې روغتيايي حالت دومره خراب نه و.په دې وروستيو کې ډېر ناروغه شو او  د سرطان د ناروغۍ له امله يې په کيوبا کې عمليات تر سره کړل او درې اوونۍ هلته بستر و. د ورستيو رېپوټونو له مخې، ځينې ډاکټرانو ده ته ويلي، چې کيدی شي تر يو کال پورې ژوندی اوسي.

وينزويلا په سويلي امريکا کې يو غني هېواد دی او زيات تيل لري او د امريکا سره يې اړيکې ډېرې ترينګلي ديد نوموړي وروستيۍ څرګندونې  هم د پاملرنې وړ دي، چې ويلي: ((امريکا د ﻻتين امريکا ولسمشران د سرطان په ناروغۍ اخته کوي د وينزويلا جمهور رييس هوګو چاوز، چې د سرطان په ناروغۍ اخته و او څو موده مخکې کيوبا ته د درملنې په موخه تللی و، دا شک څرګند کړی و، چې ممکن امريکا به د کومې ځانګړې ټيکنالوجۍ په واسطه، د ﻻتين امريکا کيڼ اړخي ولسمشران په ياده ناروغي اخته کوي،د بي بي سي خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، دغه څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې په همدغه ناروغي باندې د ارجنټاين جمهور رييسه کريستينا  فرناندز  د اخته کيدولو، خبر هم خپور شو..

د يادونې وړ ده، چې د برازيل اوسنۍ او پخوانی جمهور رييسان هم په همدغه ناروغۍ اخته شوي وو.

دغه خبرونه په دې موخه رانقل شول، چې په اوسنۍ نړۍ کې دسيسې زياتې شوي او کله داسې حالت رامنځته شي، چې ديوې خبر د تاييد او رد لپاره  ﻻسوندونه نه وي، خو منطقي دﻻيل وړاندې کيدی شي او په دې توګه مغلقې غوټې پرانستل شي،په ټوليزه توګه د دسيسې تيورۍ پلويان په دې اند دي ، چې د ټولو مهمو پېښو او بدلونونو شاته ځواکمنې هوښيارې او چاﻻکه ډلې، چې سياسي ، پوځي ، اقتصادي او نور امکانات لري پټې دي .

د دسيسې تيوري Conspiracy theory _ د پېښو او حاﻻتو د روښانه کولو لپاره يوه داسې هڅه ده ، چې د هغې په مرسته د پېښو او رامنځته شويو حاﻻتو لاملونو توطئه او دسيسه بلل کيږي . د دغه دسيسو تر شا د پټو او مرموزو ډلو ټپلو او يا هم د زبرځواکونو ﻻسونه ښودل کيږي خو راځئ د وينزويلا د تاريخ يو څپرکۍ راواخلو او د هوګو چاوز اند او ژوند ته په کې، د معاصرې نړۍ په هنداره کې نظر وکړو.

هوګو رفايل چاوز  فريياس دهغه هېواد 61 جمهور رييس دی. د ده پلار ((هوګو دې لوس  رېس چاوز)) نوميده، چې افرو انديانا نصب يې درلود خو مور يې ((يلېنه )) بيا سپين نژادي وه.د مور لخوا نيکونه يې، د کورنۍ جګړې(1859 - 1863) فعاله برخه وال وو او د ليبرالو په پلوي يې جګړه کوله په کوچينوالي کې د هوګو چاوز  مور غوښتل، چې زوی يې کشيش او يا اسقف شي خو په خپله چاوز بيا دې ته لېواله و، چې پروفيشنل (کسبي) د بېسبال سپورتي لوبغاړی شي. ده په کوچنيوالي کې ښه انځورګري کوله او په دولس کلنۍ کې يې، په يوه مذهبي نندارتون کې  لومړنۍ جايزه هم تر ﻻسه کړه،د چاوز برخليک نه هسې شو، چې ده غوښتل بلکې حتی د هغې خلاف شو، چې مور يې غوښتل. نوموړي په 1975ز کال کې د يوه پوځي افسر په توګه، د وينزويلا  له پوځي اکاډيمۍ نه  فارغ شو. د ناتاييد شويو  رېپوټونو  له مخې نوموړي، په پلازمېنه کاراکاس  کې د سيميون بوليور په پوهنتون کې هم زده کړې کړي ،چاوز همداراز د هوايي ډيسانټ ځواکونو کې هم شامل شوی و او په دې برخه کې يې هم پوځي زده کړې تر ﻻسه کړي. د ځينې رېپوټونو له مخې په 1982ز کال کې، هوګو چاوز په پټه د COMACATE په نوم يوه سياسي ډله رامنځته کړه، چې وروسته يې بيا نوم  په ((انقلابي بوليواري خوځښت)) باندې واوښت؛ دغه نوم  د وينزويلا د ازادۍ د نامتو مبارز سيميون بوليوار په وياړ اېښودل شوی و.په وينزويلا کې  ناکام اقتصادي سياست، د خلکو ناخوښي  زياته کړې وه او د وخت حکومت د خلکو غبرګونونو ته په زور سره ځواب ورکولو. په هېواد کې هر ځای حکومتي ضد غونډې او همداراز  اعتصابونه کيدل. په همدې مهال په دغه هېواد کې راز راز سياسي ډلې رامنځته کيدې؛ هم ښي اړخي او هم کيڼ اړخي.

د هوګو چاوز په مشرۍ په کال 1992ز کال کې د فبروري په 4 مه نېټه، د يو شمېر هېوادپاله وړو افسرانو په ګډون، د يوې ناکامه کودتا هڅه وکړه. په دغه کودتا کې د نوموړي په مشرۍ، نږدې 133 تنه پوځي منصب لرونکي او د زرو شاو خوا سرتيري او يو شمېر ملکي خلک، د پلازمېنې کوڅو ته ووتل او ويل يې، چې موږ د حکومت د نسکورلو خيال نه لرو خو د بياتشکيل غوښتنه کوو،د حکومت لخوا د دوی پر ضد جګړه پيل شوه؛ د رسمي سرچينو په وينا 17 تنه پوځيان ووژل شول او نږدې پنځوس تنه هم ټپيان شول. چاوز ونيول شو او په دوه کاله بند محکوم شو. ده د پېښې پړه په خپله غاړه واخيسته او له خپلو ملګرو يې غوښتنه وکړه، چې وسله په ځمکه کيږدي،کله چې چاوز زندان ته انتقاليدلو، رېپوټ يې په مستقيمه توګه خپريدلو. ده وويل، چې ده او ملګرو يې له دې  امله وسله کېښوده، چې زياتې وينې تويې نشي او دا ځل موږ خپلو موخو ته  و نه رسيدو، خو موږ به مبارزې ته ادامه ورکوو

تر دوه کاله بند وروسته، چاوز د جمهور رييس رفاييل کالدېر لخوا وبښل شو او له زندانه ازاد شو. له خلاصيدو سره سم يې د ((د پنځم جمهوريت خوځښت)) تر منځ يو نوی حرکت رامنځته کړ. د 1994ز کال د ډسمبر په مياشت کې يې د لومړي ځل لپاره کيوبا ته هم سفر وکړ او د هاونا په پوهنتون کې شامل شو. په همدې مهال دی، د يوه ارجنټايني ((نوربرت سېرسولې)) تر اغيز ﻻندې و او دهغه سپارښتنه ده ته دا وه، چې د ليبيا مشر معمرالقذافي ايډيالوژۍ ته دې پاملرنه وکړي ،د 2004 ز کال په نومبر کې، د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کې،هوګو چاوز ته د بشر د حقوقو لپاره د مبارزې او دفاع  په نوم جايزه ورکړل شوه،پر عراق باندې د بنديزونو سره سره، هوګو چاوز عراق ته سفر وکړو او  له جمهور رييس صدام حسين سره يې هم ليدنه وکړه؛ دا هغه وخت و، چې عراق پر کويټ باندې بريد تر سره کړی و او دا لومړنۍ بهرنی پلاوی و، چې دغه هېواد ته يې سفر وکړ،د کال 1998ز په پارلماني ټاکنو، د کمونيسيت ، کينڼ اړخو او ځينې نورو ګډو ډلو په ګډ ايتلاف  سره، د هوګو چاوز د ((د پنځم جمهوريت خوځښت))، په دې وتوانيدل، چې په پارلمان کې 34 سلنې رايې وګټي او همداراز  په سنا کې يې هم يو څه برياليتوب په برخه شواو له 48 نه يې 17څوکۍ تر ﻻسه کړې،خو تر ټولو لوی بری يې د همدې کال د جمهوري رياست په ټاکنو کې په برخه شو او  55 په سلو کې رايې تر ﻻسه کړې، خو په کانګرس کې د ده ايتلاف بيا هم اکثريت نه و. په 2000 ز کال کې په اساسي قانون کې بدلون رامنځته شو او ورسته بيا په پارلمان کې هم برﻻسی شو،هوګو چاوز د خلکو د ژوند د ښه والي او د طبقاتي توپير د کموالي لپاره، يو شمېر له نوښته ډک اقتصادي پروګرامونه پلي کړل. همدغو بدلونونو  د وينزويلا د خلکو په ژوند کې پراخ بدلون رامنځته کړ او له ده نه يې يو ملي اتل جوړ کړ.

د زاړه رژيم د ايليت (نجيب زاده ګانو) او د چاوز د پلويانو تر منځ تاوتريخوالی زياتيدلو. د ياد کال د اپريل مياشتې په شپاړسمه نېټه  د زاړه او نوي رژيم د پلويانو تر منځ وسله واله نښته وشوه، چې شپېته تنه په کې ووژل شول. دوه ورځې وروسته بيا د يوې  کودتا هڅه هم وشوه. د ځمکنيو ځواکونو د يوې پوځي ډلې لخوا، چې مشري (( کراکس ا. پېنا)) کوله، هوګو چاوز ونيول شو او په ناڅرګند لوري يوړل شو. د جنرال لوکس رېنکون رومېرو لخوا وويل شول، چې هوګو چاوز استعفا کړې او د ده حکومت د ادارې وړتيا نه لري. د پوځيانو لخوا نوی جمهور رييس پېدرو کارمون وټاکل شو. وروستي پارلمان هم منحل کړ او  امريکا د دغه کودتا پلويتوب وکړله دې ټولو سره سره، د پوځ زياته برخه چاوز ته وفاداره پاتې شوه، د ښار کوڅو ته خلک د اعتراض په بڼه ووتل. په پايله کې چاوز بيا واک ته راوګرځيد. د چاوز په وينا ده داسې نه انګيرله، چې بېرته به داسې ژر خپلې کابينې ته راستون شي؛ ده زياته کړه، چې حتی ده د شعرونو پر ليکلو پيل وکړ خو ﻻ يې پای ته نه وو رسولي.

د وروستۍ کودتا نه وروسته بيا هم د ده دښمنان کرار  نه وو ناست او د ده پر ضد يې دسيسې جوړولې. اخر يې داسې حالت رامنځته کړ، چې په هېواد کې د واک لپاره رېفرنډم وشي. خو دی بيا هم بريالی پاتې شو او دا دی  نن ورځ هم د دغه هېواد جمهور رييس دی پای


March 6th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی